د امریکا د ملي امنیت سلاکار متحده عربي اماراتو ته سفر کوي

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن

په ابوظبي کې د امریکا سفارت وايي چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جان بولټن به ډېر ژر متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي.

د امریکا سفارت په دې اړه په خپل بیان کې د دې سفر نېټه نه ده ښودلې، خو دا سفر داسې مهال کېږي چې دواړه هېوادونه د ایران د لا منزوي کولو هڅه کوي.

په عین حال کې سعودي عربستان چې په سیمه کې د ایران تر ټولو لوی سیال دی، په پام کې لري چې د ایران د نورې انزوا په خاطر د روانې مې میاشتې په ۳۰مه او ۳۱ په مکې مکرمه کې د خپلو متحدانو دوه بېړنۍ سرمشریزې د عرب لیګ او د خلیج د همکارۍ شورا غونډې ته رابللې دي.

له ایران سره د شپږو پیاړو قدرتونو د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې د متحده ایالاتو له وتلو او پر تهران د نویو بندیزونو له لګولو وروسته په سیمه کې کړکېچ د پراخېدو په حال کې دی.