وسله والو غلو د کابل په شکردره کې د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي

وسله والو غلو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پرون ماښام مهال د یوې کورنۍ دوه غړي ووژل.

د شکردرې ولسوال شاه محمود ابراهیم خېل وايي، د جنګي خېلو په کلي کې وسله وال غله یو کور ته ننوتي، زوی او مور یې وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

ابراهیم خېل ازادي راډیو ته وویل چې غلو د کور مالونه له ځان سره وړي دي.

د کابل په ولسوالیو او خپله په کابل ښار کې د جنايي جرمونو پېښې په وروستیو کې زیاتې شوې دي.

په یوې تازه پېښه کې وړمه ورځ وسله والو کسانو د جمال مېنې په یوه کور کې د وړو ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل.