په جوزجان کې یو شمېر ښځینه تاجرانې شکایت کوې چې د دوی لپاره په ځانګړي تجارتي مرکز کې چې نوی جوړ شوی، د دوکانونو سر قفلي لوړه ده.
له دې مېرمنو یوې فرزین فهمیي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:
"زه شل ځایه کار کوم، خو د یو دوکان د کرایې لپاره مخکې له مخکې د سل زره افغانیو د ورکولو توان نه لرم، که دوی رښتیا هم له ښځو سره مرسته کوي، باید پرې بیا غور وکړي."
خو د شبرغان ښاروال محمد حسین صالح وايي، د دې دوکانونو د کرایې لپاره مخکې له مخکې د ورکول کېدونکو پیسو (سر قفلۍ) اندازه په جوزجان کې د ښځینه سوداګرو د استازو په شمول د کمېسيون له غړو سره په مشوره ټاکل شوې ده.
د نوموړي په وینا، د ښځو لپاره په دې ځانګړي مارکېټ کې ۴۴ دوکانونه جوړ شوي چې نږدې ۲۵۰ ښځو ته د تجارت زمینه برابروي.
ښاغلی صالح زیاتوي چې په شبرغان کې د سوداګرو ښځو لپاره پر دې تجارتي مرکز د دولت له بودجې درې میليونه افغانۍ لګېدلي دي.