د اوکراین نوی ولسمشر د اوکراین په ختیځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته لاړ

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلينسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلينسکي د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د اوکراین د ولسمشر او د دې هېواد د پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د اوکراین په ختیځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ.

زیلینسکي چې مردکي ضد خولۍ او واسکټ یې په تن وو، د روس پلوو بېلتون غوښتونکو په وړاندې یې د جګړې لومړۍ کرښه وکتله.

دا سفر مخکې له مخکې اعلان شوی نه و.

د اوکراین د ولسمشر مطبوعاتي د دفتر په وینا، زیلینسکي د لوهانسک سیمې په جګړه ځپلو ښارګوټو ستانیڅیا لوهانسکا او شخاستیا کې له سرتېرو سره ولیدل.

د اوکراین د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي، د دولت نوي انتخاب شوي مشر دا سفر د دې لپاره وکړ چې په لومړۍ کرښه کې د اوکرایني پوځ له وضعیت سره بلد شي.

د اوکراین پوځ له ۲۰۱۴ میلادي کال راهيسې د دې هېواد په ختیځ کې له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره په جګړه بوخت دی چې تر اوسه په کې تر ۱۳ زرو زیات کسان وژل شوي دي.