د اروپایي ټولنې پارلماني ټاکنو کې افراطي ګوندونه له منځلارو مخکې دي

د اوروپایي ټولنې بیرغ

د اروپايي ټولنې د پارلمان د انتخاباتو لومړي نتايج ښيي چې ملتپال او ښي اړخي افراطي ګوندونه تر هغو ګوندونو مخکې دي چې د اروپايي ټولنې ملاتړ کوي او منځلاري دي.

د نن سهار د انتخاباتو د نیمايي رأيو شمېرنه ښيي چې د اروپايي ټولنې د ملاتړو سيالو ګوندونو ۳۲۱ څوکۍ وړي چې د اروپایي پارلمان د ۷۵۱ څوکيو له نيمايي لږې کمې دي.

په فرانسه کې د ښي اړخي ګوند ماري لوپين په دغو انتخاباتو کې په بې ساري توګه مخکې شوې ده.

زرغونه یا د اروپايي ټولنې ملاتړي ګوندونه هم د تېر په پرتله مخکې شوي دي.

په ټوله اروپايي اتحادیه کې د انتخاباتو لومړي نتايج ښيي چې زرغونو ګوندونو په اروپايي پارلمان کې ۶۹ څوکې ګټلي چې دا شمېر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۵۲ و.

دا په داسي حال کې ده چې له بريتانيې پرته په ټوله اروپایي ټولنه کې ۵۱ فیصده واجد شرايط خلکو رأيې ورکړې چې په تېرو شلو کلونو کې د اروپايي ټولنې په پارلماني انتخاباتو کې تر ټولو لوی شمېر ګڼل کېږي.