په سرپل ولايت کې پر امنیتي پوستو د وسلهوالو طالبانو په حملو کې ۲۶ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرپل د والي وياند ذبیحالله اماني نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وويل، په دغو نښتو کې چې پرون ماخستن پيل شوې، د سرپل پر مرکز له څلورو خواوو هم تهاجمي حملي شوي چې په نتيجه کې يې دواړو لوریو ته تلفات اوښتې دي.
ښاغلي اماني زياته کړه:
"نښتې له ۱۱ بجو پیل شوي او د سهار تر درېيو بجو یې دوام وکړ. د نښتو پر مهال د دښمن ۱۵ کسان وژل شوي او تر شلو زیات یې ټپیان شول. پهدغو څلورو ځایونو کې زموږ په امنیتي ځواکونو کې هم څلور شهيدان لرو او ۲۲ ټپیان لرو چې د دوو روغتیايي وضعیت ډېر خراب ښودل شوی دی."
خو طالبانو ادعا کړې ده چې پر پنځو امنيتي پوستو يې حملې کړي او دېرشو امنیتي سرتیرو ته يې مرګژوبله اړولې ده.