پوليسو په کندهار کې څلور وسله وال نيولي

د کندهار د مرکز یو انځور

پوليسو په کندهار کې څلور وسله وال نيولي دي.

په نيول شویو کې يو غلچکی بريد کوونکی او درې نور د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوونکي وسله وال شامل دي.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه وسله وال د رواني اوونۍ له پیله په کندهار ښار کې د عملياتو پر مهال له يو شمېر وسلو سره نيول شوي.

د بارکزي په خبره، نیول شویو وسله والو منلې چې په ورانکارو فعاليتونو کې يې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.