په کندز کې د اجرائيه ریاست سلاکار نورمحمد عرب ووژل شو

د افغانستان د اجرائيه ریاست سلاکار نورمحمد عرب نن وسله والو کسانو په کندز کې وواژه.

د کندز امنیتي مسؤلین وايي چې د اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سلاکار او د عرب قوم د انسجام شورا رئیس نور محمد عرب نن سهار نهه نيمې بجې نامعلومو وسله والو وژلی دی.

په پېښه کې چې د کندز ښار پر باغ زراعت سړک وشوه، د ښاغلي عرب یو ساتونکی هم ټپي شوی دی.

د کندز د امنیې قوماندانۍ وياند انعام الدین رحماني نن ازادي راډيو ته وويل چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دا حمله چا کړې، خو پولیس په دې اړه پلټنې کوي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کوم کس يا ډلې نه دی اخيستی.