په پروان کې په بېوزلو کورنیو دوه زره د هګیو چرګانې ووېشل شوې

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

په پروان ولایت کې په بېوزلو کورنیو دوه زره د هګیو چرګانې ووېشل شوې.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا کورنۍ سروې شوې وې او هرې یوې ته ۲۰ چرګانې او ۴۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه وېشل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په دې باندې د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې یو ميلیون افغانۍ لګول شوې دي.

ښاغلی رستمي وایي، په بېوزلو کورنیو د جرګانو وېش کولای شي چې د دوی د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.