شمالي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر کاروان ډزې شوي

د پښتون ژغورنې د غورځنګ عالي رتبه مشره ثنا اعجاز

راپورونه وايي، په شمالي وزيرستان کې نن یکشنبه د پښتون ژغورنې د غورځنګ يا «PTM» پر يوه کاروان ډزې شوي دي.

د محسن داوړ او علي وزير په ګډون په‌دغه کاروان کې د غورځنګ نور مشران هم شامل وو.

ويل شوي، د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ډزو کې د ځينو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ يوې عالي رتبه مشرې ثنا اعجاز نن په خپل فېسبوک کې وويل:

"علي وزير او محسن داوړ په قافله کې وو چې ورباندې ډزې شوي، په ډزو کې ګڼ شمېر ملګري لګېدلي دي. په کار ده ملګري ځانونه په ميرانشاه او بنو روغتونونو ته ځانونه ورسوي، ځکه ډزې د بنو پر سړک شوي دي."

که څه هم د ټپيانو دقيق شمېر معلوم نه‌دى، خو ځايي خلکو د ازادي راډيو مشال څانګې ته وويل، د ١٥ ټپيانو له جملې د ٥ حالت نازک دى.