د رومانيا خلک نن په يوه وړاندې شوې ټولپوښتنه کې برخه اخلي

د رومانیا یو انځور

په رومانيا کې خلک نن د واکمن کيڼ اړخي ائتلافي حکومت په يوه وړاندې شوې ټولپوښتنه کې برخه اخلي.

دغه ټولپوښتنه په دغه هېواد کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په اړه رابلل شوې ده.

رومانيا د اروپايي ټولنې له تر ټولو اداري فسادلرونکو هېوادونو کې شمېرل کېږي.

د رأىې پاڼې يوه پوښتنه دا ده چې ايا تاسې د اداري فساد اړوندو قضيو کې پر عفوې د بنديز ملاتړ کوئ؟

د رومانيا ولسمشر کلاوس يوهانيس چې د دغه هېواد ښي اړخى اپوزيسيون يې ملاتړ کوي، دغه ټولپوښتنه رابللې ده.

په فبرورۍ مياشت کې د رومانيا زرګونو وګړو وروسته له هغې اعتراضونه وکړل چې کيڼ اړخي حکومت له عامې مباحثې پرته يو اضطراري قانون تصويب کړ.

انتقاد کوونکو وويل، د حکومت دغو اقداماتو د څارنوالانو پر خپلواکۍ محدوديت لګولى دى.