د پکتیا چارواکي: سږکال به شل زره ټنه جلغوزي راټول شي

د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، اټکل دی چې سږکال به له دغه ولایت نه شل زره ټنه جلغوزي راټول شي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر عالمیار نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تېرکال د راټول شویو جلغوزیو اندازه لس زره او پنځه سوه ټنه وه چې ډېری برخه یې بهرنیو هېوادونه ته صادره شوه.

دی وايي:

"هوا ډېره ښه ده، دلته بارانونه زیات دي او په غرونو کې هم د جلغوزیو ونې زیاتې دي، نو اټکل دا دی چې سږ کال به د جلغوزیو اندازه دوه چنده زیاته وي، یعنې په ۱۳۹۸لمریز کال کې به موږ ۲۰ زره ټنه جلغوزي ولرو."

ښاغلی عالمیار وایي، نږدې ورځو کې په‌دغه ولایت کې د جلغوزیو د پروسس یو ستر مرکز هم جوړ شي چې جلغوزي به په هېواد کې دننه پروسس او د افغانستان په نوم او نښان نورو هېوادونو ته صادر شي.

د ښاغلي عالمیار په خبره، تېرکال د جنوب ختیځ په کچه ۴۰ زره ټنه جلغوزي راټول شوي وو.