د بلخ چارواکي: د حیرتان بندر له لارې د صادراتو کچه زیاته شوې

ارشیف، د حیرتان بندر, 03 February 2014

په بلخ ولایت کې د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي، د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د حیرتان بندر له لارې د صادراتو کچه زیاته شوې ده.

د بلخ د سوداګرۍ او صنعت ریاست مشر شېر احمد سپاهي زاده نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو میاشتو کې د حیرتان بندر له لارې روسیې، قزاقستان او چین ته سلګونه ټنه تازه مېوه او د تالکو ډبرې صادر شوي دي.

دی وايي:

"زموږ صادرات د حیرتان بندر له لارې ترسره کېږي چې سلګونه ټنه د بلخ او نورو ولایتونو محصولات همدا راز د تالکو ډبرې هم چې له ننګرهار ولایته راځي له همدې لارې روسیې، قزاقستان او ازبکستان ته صادرېږي."

د ښاغلي سپاهي‌زاده په خبره چې د حیرتان بندر له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو په کچه کې ۶ سلنه زیاتوالی راغلی.

د سوداګرۍ او صنعت ریاست مشر وویل چې ډیری صادراتي توکي یا مسقیم صادرات وو او یا په ټرانزیټ ډول له حیرتان بندره ازبکستان ته او له هغه ځایه بیا نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

د هغه په خبره چې دا صادرات ټول د کښتۍ له لارې ترسره شوي او په پام کې ده چې د چین او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې هم ډېر ژر صادرات پيل شي.