د جام څلي د ساتنې پر پلان د خبرو لپاره کابل کې بېړنۍ غونډه شوې

Your browser doesn’t support HTML5

جام لرغونی منار د نړېدو له خطر سره مخ دی

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ، دفاع، ټرانسپورټ او د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي وزارت په غور کې د جام د څلي د ساتنې پر پلان د خبرو لپاره بېړنۍ غونډه کړې ده.

د ارګ مرستیال ویاند صمیم عارف پرون د مې په ۲۵مه پر ټوېټر ولیکل چې ولسمشر دې وزارتونوته امر کړی چې دا ستونزه حل کړي.

په غور کې د سخت باران له امله په ډېرو ولسوالیو کې سېلونه راغلي دي.

د غور د شهرک ولسوالۍ د جام سیمه هم سېلونو لاندې کړې او د جام تاریخي څلي ته یې جدي ګواښ پېښ کړی دی.

سیمه‌ییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دا تاریخي میراث د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

صمیم عارف په یوه ټويټ کې لیکلي چې د پنجشنبې په ورځ ۳۰۰ کسان د دې څلي له شاوخوا د سېل د اوبو د بندولو او د رسېدلي تاوان د ترمیم لپاره غور ته استول شوي دي.

دا څلی د جام دریاب ته نږدې دی چې د هریرود دریاب ته ور بهېږي.

د جام څلي ۶۵ متره لوړ دی.

دا څلی د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې چې له ګواښ سره مخامخ دي، شامل کړی دی.

دا لا نه‌ده څرګنده چې په پرونۍ بېړنۍ غونډه کې د جام د څلي د ساتنې لپاره کومې ځانګړې پرېکړې شوې دي.