واشنګټن کې د افغانستان سفارت د امازون شرکت بېرغ ته په سپکاوي تورن کړ

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د امازون انټرنیټي شرکت د افغانستان بېرغ ته په سپکاوي تورن کړ او هغه یې په کلکه وغانده.

امازون، چې خپل محصولات انلاین پلوري، په خپله وېب‌پاڼه کې د تشناب داسې فرشونه پلور ته وړاندې کړي چې د افغانستان بیرغ پرې طراحي شوی دی.

په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له امازون کمپنۍ سره یې تماس نیولی او نه یوازې دا چې پردې موضوع یې خپله اندېښنه ورسره شریکه کړې بلکې ورڅخه یې غوښتي چې خپل دا محصول له وېب‌پاڼې لېرې کړي.

که څه هم سفارت وايي چې امازون له خپلې وېب‌پاڼې دا عکس لېرې کړی خو ویل کېږي چې لا هم په‌دې پاڼه کې دا محصول لیدل کېږي.

په انټرنټ کې په سلګونو کسانو له دغو محصلاتو د افغانستان د بيرغ د لېرې کېدو په يوه کمپاين کې برخه اخېستې ده.