کرکټ بورډ: د کرکټ د بریا په صورت کې دې له هوايي ډزو ډډه وشي

ارشیف، د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

د افغانستان کرکټ بورډ له ټولو افغانانو غواړي چې د کرکټ د بریا په صورت کې دې له هوايي ډزو ډډه وکړي.

د دغه بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، د هوايي ډزو له امله ترلاسه شوې خوشحالۍ نه باید په لوی لاس په غم واړول شي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې تېره شپه افغان لوبډلې له پاکستانه د کرکټ تمریناتي لوبه وګټله چې د خوشحالۍ د هوايي ډزو له امله یو شمېر افغانان ټپیان شول.

له ښاغلي هوتک سره رحمت الله افغان مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي هوتک سره مرکه