د فراه اوسېدونکي د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي

د فراه ولایت اوسېدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت کوي.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د خلکو اقتصاد ښه نه دی او په ډېره لوړه بیه ورته د اړینو توکو رانیول ګران شوي دي.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم دا مني چې د روژې په میاشت کې په فراه کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د دغې خونې مشر حشمت نورزي نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"افغانستان یو وارداتي هېواد دی او ډېری توکي یې له بهره راورادېږي او د بهرنیو اسعار نرخ د افغانۍ په وړاندې لوړ شوی، نو دې په نرخونو هم اغېز کړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د افغانستان له یو شمېر نورو ولایتونو هم په دې اړه شکایتونه موجود وو.