ځایي اوسېدونکي: وسله وال طالبان دې په ارزګان کې د پولیو واکسین ته اجازه ورکړي

ارشیف، د ارزګان د مرکزي ښار یو انځور

د ارزګان اوسېدونکي وایي، وسله وال طالبان دې په دغه ولایت کې د پولیو واکسین ته اجازه ورکړي.

دغه خلک وايي چې د پولیو د واکسین مخه نیول د دوی له ماشومانو سر په ښکاره د دوښمني ده چې وسله وال طالبان یې کوي او دا د هغوی د حقونو تر پښو لاندې کول دي.

روغتیايي مسؤلین هم خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې ورځ تربلې د پولیو خطر زیاتېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په یاد ولایت کې وسله والو طالبانو یو ځل بیا له یوې میاشتې راهیسې تر خپل واک لاندې سیمو کې د پولیسو د واکسین مخه نیولې ده.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور