سرچینه: په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د هلمند د والي له دفتره په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغې هلیکوپټر الوتکې په نوزاد ولسوالۍ کې عاجله ناسته کړې ده او عمله يې ژغورل شوې ده، خو الوتکې ته يې په سیمه کې اور اچولی دی.

په خبرپاڼه کې په دې اړه چې الوتکې د افغان او که د بهرنیو ځواکونو ده، څه نه دي ویل شوي.

د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هلیکوپټر د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د سرتېرو ده چې د تخنیکي ستونزې له امله يې د نوزاد ولسوالۍ په یوه لېرې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، دا چې په الوتکه کې سپرو کسانو ته زیان رسېدلی دی که نه، څه نه شي ویلای، خو په دې اړه چې الوتکه د افغان او که د بهرنیو ځواکونه ده، پلټنې روانې دي.

نوزاد ولسوالي له تېرو درېیو کلونو راهسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده چې افغان او بهرني ځواکونه کله کله د شپې له خوا د هوا له لارې شپنیو چاپو ته ځي.

دا چې یاده الوتکه د څه لپاره نوزاد ولسوالۍ ته تللې وه، جزیات نه دي ورکول شوي.