د ایران د بهرنیو چارو ورزیر نن د پاکستان له صدراعظم سره کتلي

ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو ورزیر محمد جواد ظریف نن په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره کتلي دي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو مسئلو خبرې شوې دي.

ظریف په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوې چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، جواد ظریف پرون اسلام اباد ته د رسېدو پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو د هغه څه په وړاندې ګامونه پورته کړي چې نوموړي له ایران سره د امریکا د زور او تاوتریخوالي چلند وباله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، سیمه دا مهال په یو کړکېچن وضیعت او خطرناکو اقداماتو د کېدو په حال کې ده.

نوموړي زیاته کړې چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره سلا مشورې ته اړتیا لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، په سیمه کې وضعیت جدي دی او اړتیا ده چې ټول لوري د خبرو اترو له لارې مسایل هوار کړي.

متحده ایالاتو د روانې میاشتې په لومړیو کې منځني ختیځ او فارس خلیج کې خپل پوځي حضور زیات کړی.

امریکا دغلته د اضافي پوځي تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو هدف د ایران د احتمالي ګواښونو سره مقابله بللې ده.