د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یو جومات کې چاودنې ۲ کسان وژلي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په جومات کې د چاودنې یو انځور May 24, 2019

د بلوچستان په مرکز کوټه کې په یو جومات کې چاودنې دوه کسان وژلي او تر لسو زیات نور یې ټپیان کړي دي.

پولیس وايي، چاودېدونکي مواد د کوټې ښار په پښتون اباد سیمه کې په یو جومات کې ځای پر ځای شوې وو او هغه مهال وچاوېدل چې خلک د جمعې د لمانځه لپاره په جومات کې راټول شوي وو.

تر اوسه چا د پښتون اباد د دې برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

فرقه يي تاوتریخوالي چې ډېر کله یې هدف د پاکستان اقلیت شیعه مسلمانان وي، په وروستیو کلونو کې د بلوچستان په ایالت کې سلګونه کسان وژلي، خو د پښتون اباد سیمه سني مېشته سیمه ده او چاودنه هم د سني مسلمانانو په یوه جومات کې شوې ده.

په بلوچستان کې اسلامي اورپکي او بلوچ بیلتون پالي دواړه فعال دي.