په کابل کې د پرونۍ چاودنې د قربانیانو شمېر لوړ شوی

په کابل کې د التقوا جومات یو انځور چې پرون پکې چاودنه وشوه

د نویو رپوټونو پر اساس، په التقوا جومات کې په پرونۍ چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

د کابل د نهمې ناحیې یوه پولیس جان اغا اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې چاودېدونکي مواد ښايي په هغه مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو چې د جومات ملا به ازان کاوه او خطبه به یې ویله.

د حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ابتدايي معلوماتو له مخې ویلی شي چې حمله وسله والو طالبانو کړې وه.

په پرونۍ حمله کې د التقوا جومات امام مولوي سمېع الله ریحان هم ووژل شو.

حمله د ژورې په نولسمه د جمعې د لمانځه په وخت کې وشوه.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي غلام حیدر پرون د مې په درویشتمه اسوشېټډ پرېس اژانس ته ویلي:

"هېڅ مسلمان به د روژې په میاشت کې بل مسلمان ونه وژني."