د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د جام د څلي د ژغورلو لپاره هڅې کوو

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د جام د څلي د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

په غور کې د سخت باران له امله په ډېرو ولسوالیو کې سېلابونه راغلي دي.

د غور د شهرک ولسوالۍ د جام سیمه هم سېلابونو لاندې کړې ده.

د ازادي راډیو خبریال د سیمه یېزو چارواکو په حواله وايي چې د سېلاب اوبه د جام تر څلي رسېدلې او دا تاریخي میراث د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د غور والي غلام ناصر خاضع ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان ولسمشر هم لارښوونه کړې چې له هر امکانه کار واخیستل شي او دا منار له ړنګېډو وژغورل شي."

خو د خاضع په وینا چې سېلاب خامې لارې خرابې کړې او د مرستو رسولو کار له خنډ سره مخامخ دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پرون د مې په ۲۴مه په خبرپاڼه کې ویلي چې د جام د څلي شااوخوا ته د سېلاب د اوبو لاره بنده شوې ده.

دا څلی د جام دریاب ته نږدې دی چې د هریرود دریاب ته ور بهېږي.

دې تاریخي ځای ته د رسېدلي تاوان د کمولو لپاره خلکو هم مرسته کړې ده.

د جام څلی ۶۵ متره لوړ دی.

دا څلی د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې چې له ګواښ سره مخامخ دي، شامل کړي دي.