امریکا منځني ختیځ ته ۱۵۰۰ عسکر استوي

د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالات به منځني ختیځ ته ۱۵۰۰ عسکر واستوي.

متحده ایالات غواړي چې له ایران سره په روان کړکېچ کې په منځني ختيځ کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د مې په ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اضافي ځواکونه به تر ډېره حده په ټوله سیمه کې د ساتندویانو رول لوبوي.

ټرمپ وویل:

"موږ غواړو چې منځنۍ ختيځ مصؤن وي."

هغه دا وینا په داسې وخت کې چې جاپان ته روان و، کړې ده.

ډونالد ټرمپ وویل:

"زموږ ډېر تکړه وګړي منځني ختيځ ته روان دي، نور به ګورو چې څه کېږي."