تادین خان: د کندهار د عینو مېنې پرونی موټربم برید پر بلوڅانو نه و

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان

د کندهار امنیه قوماندان هغه راپورونه ردوي چې وايي، په عینو مېنه کې په پرونۍ موټربم حمله کې بلوڅان په نښه شوي وو.

په عینو مېنه کې تېره شپه ناوخته په یوه موټربم چاودنه کې لس کسان ټپیان شول چې شپږ ماشومان او څلور ښځې پکې شامل وو.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د دې حملې هدف معلوم نه دی، خو هلته د بلوڅانو شتون یوه بېځایه او دروغجنه ادعا ده.

تادین خان وايي، چاودنه د کندهار د ملي امنیت د پخواني ښاري مدیر ظاهر شاه د کور مخې ته شوې او ښايي نوموړی به د دې حملې هدف و.