د فراه ولایت چارواکي په شېب کوه ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکو په یوه حمله کې د یوې غیر حکومتي ټولنې د دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د CHA غیر حکومتي ټولنې مسؤل ملک افغان ازادي راډیو ته وویل، په دې هوايي حمله کې د دې موسسې ساحوي دفتر چې د حفظ الصحې په برخه کې کار کوي، په نښه شوی دی.
د افغان په وینا، د بمبارۍ پرمهال دوه کارکوونکي یوازې په ودانۍ کې وو.
ښاغلی افغان همداراز وايي چې په حمله کې د دې ټولنې ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.
د فراه دولتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو یادونه یې کړې چې دوی به په دې اړه تحقیقات وکړي.
ویل کېږي چې دا حمله د غوڅ ملاتړ د ماموریت له خوا شوې ده، خو د هغوی له خوا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.