د بریتانیا صدراعظمې تریزا مې اعلان کړی چې د جون په اوومه نېټه د بریتانیا د محافظه کار ګوند له مشرتابه استعفا کوي.
مې نن په لندن کې وویل، د ګوند د نوي مشر تر ټاکنې پورې به د بریتانیا د سرپرستې صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړي.
ګومان کېږي چې د بریتانیا د محافظه کار ګوند د نوي مشر ټاکل به څو اوونۍ وخت ونیسي.
تریزا مې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو سرسخته ملاتړې ده.
نوموړې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په اړه تر یوې ټولپوښتنې وروسته د راپورته شوې ترینګلتیا په ترڅ کې د بریتانیا د صدارت څوکۍ ته لاره ومونده.
نوموړې د هغه څه له کبله چې له اروپايي ټولنې څخه پر وخت د بریتانیا په ایستلو کې د دې ماتې ګڼل کېږي، د خپل ګوند له خوا تر فشار لاندې وه.
اوس ټاکل شوې ده چې بریتانیا به د اکټوبر په ۳۱مه له اروپايي ټولنې ووځي، خو د بریتانیا پارلمان تر اوسه هم له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو شرایط نه دي تصویب کړي.