چارواکي: د سرپل د سوزمه قلعه يوه پوسته د طالبانو لاسته ورغلې

د سرپل ولايت چارواکي تأييدوي چې د سوزمه قلعه ولسوالۍ يوه ستراتيژيکه پوسته د وسله والو طالبانو لاسته ورغلې ده.

د سوزمه قلعه ولسوال صبغت الله نن سهار له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پلخمان تپې د مهمې پوستې د سقوط خبر تأييد کړ، خو نور جزيات يې ورنه کړل.

په سيمه کې يوه پوليس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته پر دې پوسته حمله وکړه چې تر لنډې جګړې وروسته يې پوسته ونيوله.

د ده په خبره، په جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.

خو د سرپل والي عبدالقادر د دې موضوع په اړه بې خبري وښوده.