ټرمپ د مولر د تحقيق په بياکتنه کې له استخباراتي ادارو همکاري غوښتې

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د امريکا استخباراتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې له عدليې وزارت سره د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د تحقيقاتو په بياکتنه کې بشپړه همکاري وکړي.

د مولر دغه تحقيقات د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو په کمپاين کې د روسيې د لاسوهنې په اړه دي.

د ولسمشر ټرمپ دغه فرمان پرون خپور شوى چې د سپينې ماڼۍ له خوا د مولر د تحقيقاتو د کمزوري کولو د روانو هڅو وروستى مورد ګڼل کېږي.

د مولر نهايي راپور چې تېره مياشت خپور شو، د امريکا د استخباراتو نتيجه اخيستنه تأييدوي چې روسيې د ٢٠١٦ م کال د انتخاباتو په کمپاين کې لاسوهنه کړې ده.

په راپور کې د ولسمشر ټرمپ د هغو هڅو په اړه هم اسناد وړاندې شوي چې هڅه يې کړې د مولر تحقيقات تضعيف کړي.

راپور وايي، د پام وړ اسناد شته چې ثابتوي چې ټرمپ او ټيم يې د تحقيقاتو مخه نيولې ده.

د نهايي راپور تر خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ او د جمهوريت غوښتونکو ځينو متحدانو غوښتنه کړې چې پر دغو تحقيقاتو او د هغو پر اصلي سرچينو دې نور تحقيقات وشي.