امريکايي چارواکو د ويکي ليکس ويبپاڼې د موسس جوليان اسانژ پر خلاف د جنايي تورونو تازه قضيه درج کړې ده.
پر اسانژ تور لګول شوى چې د زرګونو پټو اسنادو په خپرولو سره يې د امريکا متحدو ايالتونو ته سخت زيان رسولى دى.
د اتلسو تورونو کې دغه اتهام ليک چې پرون يې جزيات خپاره شول، د جاسوسۍ ضد قانون پر اساس برابر شوى دى.
په اتهام ليک کې اسانژ تورن شوى چې د امريکا د پوځي استخباراتو يوې پخوانۍ تحليل کوونکې ته يې لارښوونه کړې چې دغه اسناد، ليک کړي.
پر ويکي ليکس ويبپاڼې د دغو اسنادو خپرېدل، د امريکا په تاريخ کې د پټو معلوماتو د خپرېدو تر ټولو لوى مورد دى.
جوليان اسانژ په اپرېل مياشت کې په بريتانيا کې د ايکوادور له سفارت څخه تر وتلو وروسته دا مهال په بريتانيا کې په توقيف کې دى.
ده څو کاله دغه سفارت ته پناه وړې وه.