د کندهار ښار په عینو مېنه کې تېره شپه د موټربم درنه چاودنه شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پېښه تأییدوي، خو وايي چې د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته.
بل خوا یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دا حمله د بلوڅانو پر یوه کور شوې او دوه کوچنیان پکې ټپیان شوي دي.
عیني شاهدان وایي، چاودنه ډېره زوروره وه او د شااوخوا کورونو هیندارې یې ماتې کړې.
د دې پېښې مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.