د طالبانو په لیکه کې نیول شوی امریکایي وګړی له بنده خوشې شو

امریکایي وګړی جان واکر لیند

امریکایي وګړی جان واکر لیند چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په لیکو کې د جګړې په تور له نیول کېدو وروسته په امریکا کې په حبس محکوم شوی و، پرون پنجشنبه له زندانه خوشې شو.

لیند چې په امریکايي طالب مشهور دی، پرون د مې په ۲۳مه نېټه د اندیانا ایالت له یوه زندانه خوشې شو.

لیند چې اوس ۳۸ کلن دی، په شل کاله بند محکوم شوی و، خو په زندان کې د ښه سلوک په خاطر درې کاله مخکې خوشې شو.

له زندانه د نوموړي د وختي خوشې کولو د پرېکړې له کبله پر چارواکو انتقادونه هم شوي دي.

انتقاد کوونکي وايي چې ښايي نوموړی لاهم افراطي عقاید ولري.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې په دې اړه اندېښنه وښوده، خو ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته وویل چې چارواکي به لیند له نږدې څاري.

جان واکر لیند په ۱۶ کلنۍ کې اسلام ومانه او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په لیکو ورګډ شو، خو د سپټمبر د ۱۱مې له ترورېستي حملو وروسته چې امریکا پر افغانستان برید وکړ، لیند د ۲۰۰۱ کال د نوامبر په ۲۵مه د سلګونو طالبانو په ډله کې ونیول شو.