تر نړیوال جام دوه میاشتې مخکې د افغان کرکټ ټیم د کپتان بدلولو پریکړې خلک حیران کړل او ځینې اندیښنې يې پورته کړې، خو افغان ټیم او روزونکو يې ډاډ ورکړی کړی چې دوی به په پوره چمتووالي او لوړ مورال سره نړیوال جام ولوبوي.
د افغان ټیم پخوانۍ کپتان اصغر افغان تر ډېره په خپلې دنده کې بریالی بلل کیده او د نوي ځوان کپتان ګلب الدین نائب د وړتیا په اړه پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان د کرکټ ټیم پخواني روزونکي کبیر خان فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي چې له نړیوال جام لږ وخت مخکې د کپتان بدول به د افغان ټیم پر لوبه منفي اغیز ولري
د کبیر خان په خبره افغان لوبغاړي به په پوره جوش او مورال ولوبېږي، خو کپتان ګلب الدین نائب به تر فشار لاندې وي.
د راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي پر سپین باولینګ سربېره د حمید حسن په بېرته راتګ سره د نړیوال جام لپاره د افغان ټیم د تیز بالینګ برخه هم تر ډېره بریده ځواکمنه شوې ده.
د بیټینګ په برخه کې له اصغرافغان، حشمت الله شهیدي، شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه او نجیب ځدران څخه د ښه لوبې تمه کېږي، خو د کرکټ د مبصرینو په وینا د افغانستان د بیټینګ د برخې د ښه ځلېدو لپاره ډېره اړینه ده چې افغان لوبغاړي د انګلستان له اب او هوا او د پیچ له وضعیت سره ځانونه برابر کړي.
د افغانستان لپاره دا د یو ورځینو لوبو دوهم نړیوال جام دی او د کرکټ پوهانو او د نړی د مشهورو لوبغاړو په وینا د نړۍ ټیمونه دي افغان لوبډله کمه نه ګني ځکه په دومره کم وخت د کرکټ پر نړیوال سټیج پورته شوی دا ټیم خپل هر سیال له چیلنج سره مخ کولی شي.
د هند د کرکټ ستوری او د نړۍ مخکښ بیټسمن ویرات کوهلي
د هند د کرکټ ستوری او د نړۍ مخکښ بیټسمن ویرات کوهلي په دې نړیوال جام کې د افغان ټیم د ګډون په اړه وايې:
"د ټولو ټیمونو وړتیا ته په پام، زه فکر کوم دا تر ټولو سخت نړیوال جام دی. تاسو که افغانستان ته وګورئ د ۲۰۱۵ میلادي کال په مقایسه اوس په بشپړه توګه جلا ټیم دی."
د ۲۰۱۹ میلادي کال د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ د روانې مې میاشت په ۳۰ مه نېټه په انګلستان کې پیلېږي.
افغانستان چې د کرکټ د ټیمونو په نړیوالې درجه بندۍ کۍ دا مهال په ۷م مقام کې دی، خپله لومړنۍ سیالي د جون په لومړی نېټه له اسټرالیا سره کوي.
افغان ټیم به د نړیوال جام له ټولو ګډونکو ټیمونو سره سیالي وکړي.