آیا نړېوال تروریستانو بیا د افغانستان په شمال کې سر پورته کړی؟

ارشیف، وسله وال طالبان

د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د زرګونه جنګیالیو د حضور په اړه د روسیې له اندېښنو وروسته اوس مهال ځینې افغان محلي چارواکي په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د نړېوالو تروریستي ډلو حضور تأییدوي.

په شمال او شمال ختیځ زون کې چارواکي مني چې د داعش ډلې سربېره په فاریاب، سرپل، کندز او بدخشان ولایتونو کې د القاعدې او جندالله تروریستي ډلو هم پڼځایونه او تربیوي مرکزونه جوړ کړي دي.

  • سرپل

د سرپل امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر وايي چې داعش ډله په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د ترهګرۍ مرکزونه لري او د یادې ډلې جنګیالي خپلې تهاجمي حملې له همدې ځایه پلانوي.

دی وايي:

"د کوهستاناتو ولسوالۍ چې له څلورو کلونو راهیسې د دښمن په لاس کې ده، هلته داعش حضور لري او تاسو شاهد یې چې هغوی تهاجمي حملې کوي."

د افغانستان په نقشه کې د سرپل ولایت

د سرپل ولایتي شورا یو غړی حسین مجاهد زاده هم مني چې د داعش ډلې اکثرآ جنګیالي له بهرنیو هېوادونو دي چې په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته دغه ولایت ته راغلي.

مجاهد زاده ووېل:

"دوی هغه کسان دي چې په سوریه او عراق کې یې ماتې خوړلې او موږ نه پوهېږو چې دا چا او له کومې لارې دلته راوستي دي؟ دا ټوکه نه‌ده که په شمال زون کې د یادو ډلو فعالیت ډېر شي دا به هم افغان دولت ته او هم د هغوی اصلي ملاتړ کوونکو ته یو نوی سرخوږی جوړ کړي."

په جوزجان کې د خماب ولسوال انجینر احمد ادعا کوي چې په سرپل ولایت کې فعال داعشیان هڅه کوي، څو د جوزجان سرحدي ولسوالیو ته ځان ورسوي او په دې ډول د منځۍ آسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.

  • فاریاب

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش هم وايي چې په‌دغه ولایت کې بهرني جنګیالي د طالبانو په لیکو کې د حضور سربېره د القاعدې ډلې تر ملاتړ پراخ فعالیت لري.

هغه وویل چې په فاریاب کې د بهرنیي فعالو تروریستانو په منځ کې پاکستاني، ایغور، ازبکستاني جنګیالي حضور لري چې تازه په تازه ایرانیان هم ورسره یو ځای شوي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش

ښاغلي یورش زیاته کړه:

"ازبکستاني جنګیالي هم په‌کې دي، ایراني مشاورين ورسره یوځای شوي او پاکستاني جنرالان یې مشري کوي. دوی هم د طالبانو په لیکو کې فعالیت لري او هم القاعدې ډلې ته مربوط کسان دي."

  • کندز

د کندز ولایتي شورا یو غړی غلام رباني رباني وايي چې د طالبانو سربېره په دغه ولایت کې بهرنۍ تروریستي ډلې له داعشي فکر سره فعالیت لري چې د داعش ډلې له کلک ملاتړ برخمنې دي.

ښاغلي رباني ووېل:

"انصار الله، جندالله او جیش الانصار چې د کندز شاوخوا په جګړو مصروفې دي، عمقاً ورسره داعشي فکر دی او له القاعدې ملاتړ کوي. دوی ځان داعش ته مربوط ګني، دوی خپل سپین بیرغ په تور بدلوي او داعشیان کېږي."

د کندز د ولایتي شورا یو غړی غلام رباني رباني

  • ​بدخشان

​د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري هم وايي، په‌دغه ولایت کې بهرني تروریستان د القاعدې په ملاتړ جنګېږي او مالي او نظامي امکانات د پاکستان په خاوره کې له سرحدي سیمو ترلاسه کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع وزارت داعش ډله د هېواد امنیت ته لوی ګواښ بولي، خو وايي چې په شمال زون کې د یادې ډلې د تازه جوړ شویو پټن ځایونو په اړه یې د خپلو رسمي منابعو څخه معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

د دفاع وزارت ویاند عارف زبیر ازادي راډیو ته ووېل چې تردمه مشخصه نه‌ده چې په کومو شمالي ولایتونو کې یادې ډلې خپل فعالیت پیل کړی دی.

ده ووېل:

"داعش یو تهدید دی لکه نورې تروریستي ډلې که هغه طالبان دي، که جندالله دلته ده او یا هم القاعده د هېواد د تمامي ارضیت په مقابل کې جنګیږي، خو تر اوسه دا نه‌ده مشخصه چې دوی په کومو شمالي ولایتونو کې خپل فعالیت پیل کړی دی، هر ځای چې وي موږ یې پر وړاندې جنګیږو."

تر دې مخکې د روسیې د استخباراتو مشر الکساندر بورتنیکوف د مې په۲۱ مه نېټه تاجکستان ته د سفر پر مهال ووېل چې د داعش ډلې کابو پنځه زره جنګیالي د افغانستان د شمالي ولایتونو په سرحدي پولو کې ځای پر ځای شوي چې د منځنۍ آسیا لپاره تهدید بلل کېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‌زی-بلخ