یوناما: افغانستان کې په هوايي حملو کې ملکي تلفات په زیاتېدو دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما ویلي چې په افغانستان کې په هوايي حملو کې د ملکي تلفاتو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

یوناما نن د مې په ۲۳مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د مې په شلمه او دوه ویشتمه د هلمند په ګرشک او د کونړ په څوکۍ ولسوالیو کې ۱۴ ملکي وګړي چې پینځه ښځې او ۷ ماشومان وو، په هوايي حملو کې وژل شوي دي.

یوناما د جګړې پر خواوو غږ کړی چې د جګړې اصولو ته پام وکړي او ملکي خلکو ته دې زیات تاوان نه اړوي.

د افغانستان حکومت په‌دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

ملګري ملتونه همدا راز وايي چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی، تدامیچي یاماموتو نن په کابل کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله سره د سولې، سیاسي حالاتو او د را روانو ټاکنو په اړه غږېدلی دی. په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.