ولسمشر غني د هند صدراعظم نارېندر مودي ته د بري مبارکي ورکړې

د افغانستان جمهور رئیس د هند صدراعظم نارېندر مودي

د افغانستان جمهور رئیس د هند صدراعظم نارېندر مودي ته په ابتدايي رأی شمېرنه کې د بري، مبارکي ورکړې ده.

غني په یوه ټویټ کې نن د مې په ۲۳مه لیکلي چې د اسیا د جَنوب د امنیت او ثبات لپاره د دواړو ولسواکیو د همکارۍ پراختیا غواړي.

د هند د پارلماني ټاکنو د رایو د شمېر ابتدايي پایلې څرګندوي چې د صدراعظم نارېندرا مودي ګوند تر نورو مخکې دی.

دې ټاکنو ته تر ډېره حده د نارېندرا مودي د حکومت په اړه د ټول‌پوښتنې په توګه ګڼل کېږي.

د مودي د اقتصادي اصلاحاتو د کړن‌لارې په اړه د هند په ټولنه کې مختلف نظرونه ورکول کېږي.

د هند د ټاکنو کمېسیون ویلي چې د مودي په مشرۍ ګوند، بهارتیا جناتا د پارلمان تر خپل اصلي رقیب ګوند کانګرس مخکې دی.

په هند کې ټاکنو شپږ اوونۍ دوام وکړ.

د ا لا نه‌ده څرګنده چې تر اوسه له ۶۰۰ میلیونه رایو چې اچول شوې، څومره ګڼل شوي دي؟