د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې په پکتیکا کې د وسلهوالو طالبانو د عملیاتو قوماندان قیام الدین چې په کامران مشهور و، نیول شوی دی.
د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، نن د مې په درویشتمه، ازادي راډیو ته وویل چې د دې قوماندان د نیولو لپاره نن سهار د پکتیکا په مرکز ښرنه کې پوځي عملیات شوي دي.
عملیات د ځانګړو ځواکونو قطعې کړي دي.
د ملي امنیت ریاست ازادي راډیو ته ویلي چې د وسلهوالو طالبانو څلور واړه قوماندانان هم پهدې عملیاتو کې نیول شوي دي.
وسلهوالو طالبانو خبرې نهدي کړي.