پاکستاني چارواکي وایي، د یوې ۱۰ کلنې نجلۍ د تښتونې او وژنې په تور یې درې مشکوک کسان نیولي دي.
د اسلاماباد د پولیسو ویاند خالد اعوان پرون چهارشنبه ناوخته وویل چې د دې قضیې په تړاو څلورو پولیسو ته د وظیفوي غفلت دوسیې اچول شوې دي.
۱۰ کلنه فرشته چې د اسلاماباد له چک شهزاد څخه تښتول شوې او وروسته وژل شوې وه، په اسلاماباد ښار کې یې ډېر اعتراضونه راپارولي وو.
ویل شوې چې پر هغې جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې ده.
کورنۍ یې ادعا کوي چې پولیسو د هغې د ورکېدو په پېښه کې جدي اقدام نهدی کړی او نهیې هم د پولیسو په مأموریت کې دغه پېښه ثبت کړې ده.
فرشته چې ویل کېږي د مومندو اوسېدونکې وه، جسد یې اته ورځې وړاندې په اسلاماباد کې خپل کورته نږدې پیدا شو چې له املهیې سلګونه کسانو په یوه اعتراضي لاریون کې د عدالت د پلي کېدو غوښتونکي شول.