د ناټو غړو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه لندن کې ترسره کېږي

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو غړو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه به د ډسمبر په درېیمه او څلورمه په لندن کې وشي او د دې تړون ۷۰مه کلیزه به ولمانځل شي.

د دې نېټې اعلان د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د چهارشنبې په ورځ وکړ او ویې‌ویل چې دا غونډه یو فرصت دی چې په‌کې اوسني امنیتي ګواښونه وڅېړل شي، پر ناټو پانګونه ادامه پیدا کړي، څو ډاډ ترلاسه کړو چې څرنګه دا تړون په راتلونکو کلونو کې هم د ثبات د یوه ستن په شکل پاتېږي.

سټولټنبرګ زیاته کړه، لندن د ناټو د لومړۍ مرکزي ادارې کور دی او دې ته مناسب دی چې هلته د ناټو تړون ۷۰مه کلیزه ولمانځو.

بریتانیا او ۱۱ نورو هېوادو د ناټو تړون په ۱۹۴۹ میلادي کال کې تأسیس کړ.

د دې تړون مرکز اوس د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې دی او ۲۹ غړي لري.