د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست پر سر د رامنځته شوې شخړې د حل کمېسیون وایي، د دغې جرګې د ریاست د څوکۍ د برخلیک په اړه به سبا ته په عمومي غونډه کې پرېکړه وشي.
د ۲۷ کسیز کمېسیون غړي عبدالقیوم سجادي سبا ته د رأی ورکولو پروسې د مېکانیزم په اړه وویل:
"وړاندیز دا دی چې د شکمنې یا د شخړې وړ رأیې په اړه د رأیې ورکولو په اړه به سبا زموږ او ستاسې جلسه په ۹ بجو جوړه شي او سره کېنو، د رأی ورکولو د مېکانیزم په اړه به هوکړه وکړو او بیا به رأیه اچونه وشي."
د دغه کمېسیون یوه بل غړي غلام حسین ناصري وویل چې دوی د ارشيف د څېړنې، په صندوق کې د اچول شویو رأیو د شمېرنې او باطلې رأیې په برخه کې کار کړی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې د ریاست لپاره د شنبې د ورځې ټاکنې وروسته له هغه لانجمنې شوې چې میر رحمان رحماني د دې جرګې رئیس اعلان شو او سیالیې کمال ناصر اصولي او یوه ډله وکیلانو اعتراض وکړ چې هغه له معیاره یوه رأیه کمه وړې ده.
د اوونۍ له پیل راهیسې د جرګې په تالار کې د ولسي جرګې د غړو ترمنځ لانجې روانې دي او ان سره لاس او ګرېوان شوي هم وو.