په غزني کې بمي چاودنې ۴ تنه ووژل او ۱۰ نور ټپیان دي

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې نن له غرمې وروسته بمي چاودنې څوارلسو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د ولایت ویاند محمد عارف نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"څلور تنه وژل شوي چې دوه تنه یې ملکیان او دوه تنه دي امنیتي ځواکونه او لس تنه ټپیان دي چې اووه یې ملکي وګړي او درې یې امنیتي سرتېري دي، راوړل شوي دي."

بل لور ته بیا د غزني د ملکي روغتون رئیس وايي، د دوی روغتون ته تر اووسه د دوو کسانو مړي او پنځلس ټپیان وروړل شوي دي.

ډاکټر باز محمد همت وايي:

"وژل شوی دواړه امنیتي سرتېري دي او په ټپیانو کې شپږ امنیتي سرتېري او پاتې نور یې ملکیان دي چې په هغوی کې هم دوه ښځې دي."

کومې وسله والې ډلې تر اوسه د دې بمي چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

چاودنه نن د ورځې څه باندې دوه بجې د کابل- کندهار پر لویه لار د پي ار ټي سیمې ته څېرمه په داسې حال کې شوې چې پولیسو غوښتل له چاودېدونکو توکو ټک موټر ودروي، خو د نه درېدو په صورت کې یې ورباندې ډزې کړي چې چاودنه رامنځته شوې ده.

خو ځیني عیني شاهدان وايي چې دغه چاودنه په هاموی ټانک کې شوې ده.