د پکتیا ولایت په یو شمېر سیمو کې کروندګر او بڼوال وایي، له بڼونو او څمکو د ترلاسه کېدونکو حاصلاتو د ساتلو لپاره ساتنځایونه نهلري.
دوی وایي، دا یوه ستونزه ده او له املهیې دوی اړ کېږي چې حاصلات په کمه بیه وپلوري.
دوی وایي، دغلته پياز، الوګان، غنم، جوار او لوبیا کري او په خبرهیې چې سږ یې د پیازو کیلو په ۳۰ افغانۍ و، خو که سړې خونې ورته جوړې شوې وی، نو ښه ارزښت بهیې پیدا کړی وی.
اخوا د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دې ولایت د بڼوالو، ځمکوالو او مالدارانو ستونزې مني او وایي چې د هواري په برخه کې یې ګڼ پلانونه لري چې له ډلې یې یو هم بزګرانو او بڼوالو ته د دوی په سیمو کې د دوی د ستونزو په پام کې نیولو سره سم وړې پروژې دي.