امریکا: اټکل کېږي چې د سوریې حکومت به نوې کیمیاوي حمله کړې وي

امریکا په ادلیب کې د کلورین ګازو په واسطه د یکشنبې ورځې حمله څېړي.

د امریکا متحده ایالات وايي، داسې اټکل کېږي چې د سوریې حکومت به یوه نوي کیمیاوي حمله کړې وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په ادلیب کې د کلورین ګازو په واسطه د یکشنبې ورځې دا حمله څېړي.

ادلیب د سوريې د حکومت د مخالفینو وروستۍ اډه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګان اورتاګوس ویلي:

" د جمهور رئیس بشار اسد حکومت کیمیاوي وسله کاروي او امریکا او متحدین به‌یې چټک او سم غبرګون ولري."

مورګان په روسیې باندې هم د هغه څه لپاره چې ده د سوریې د رژیم د مخالفینو د ملامتولو لپاره ګمراه کوونکی رسنیز کمپاین وباله انتقاد وکړ.

په سوریه کې د روسیې د پوځ د سولې او پخلاینې د مرکز رئیس ویکتور کویچشین پرون وویل د دولت له لوري نیول شویو ملېشو د کیمیاوي وسلو د صحنه‌سازۍ او د حکومت د ملامتولو د پلان په اړه خبرې کړي.

هغه ادعا وکړه چې مخالفین یوه خاصه څانګه د زهرجنو ګازو د تولید او ساتنې لپاره تأسیس کړې.