پنجشیر کې پر بې‌ځایه شویو او سېلاب‌ځپلو مرستې وېشل شوي

د افغانستان په نقشه کې د پنجشیر ولایت

په پنجشیر ولایت کې پر ۱۶۷ بې‌ځایه شویو او سېلاب‌ځپلو کورنیو خوراکي مواد او پیسې وېشل شوي.

د پنجشیر د والي ویاند عبدالودود علي مردان نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د بدخشان له کران او منجان ولسوالۍ سل کورنۍ د طالبانو د بریدونو له وېرې د پنجشیر پریان ولسوالۍ ته کډه شوي او په خیمو کې اوسي.

د ده په خبره پر دغو بې‌ځایه شویو کورنیو خوراکي مواد وېشل شوي.

مردان همداراز وویل چې په خپله پنجشیر کې هم د وروستیو سېلابونو له امله ۶۷ کورنۍ زیانمنې شوې او له هرې یوې سره ۱۵ زره افغانۍ مرسته شوې ده.