خلیل‌زاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو لیدنو په اړه معلومات ورکوي

ارشیف/ د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیل‌زاد به نن د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د افغان سولې د ټينګښت په هدف د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړي.

د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي، د دوی نننۍ ناسته به سري یا د تړلو دروازو تر شا وي.

ښاغلي خلیل‌زاد په شااوخوا اووه میاشتو کې شپږ واره له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې کتلي دي.

تمه ده چې ښاغل خلیل‌زاد امریکايي سناتورانو ته د خپلو دغو لیدنو په اړه معلومات ورکړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له افغان خاورې د ترورېزم د کار نه‌اخیستل ډاډ هغه مسایل دي چې خلیل‌زاد او طالبانو پرې بحثونه کړي، خو خلیل‌زاد ټینګار کوي چې په افغانستان کې د اوربند ټينګښت او بین‌الافغاني خبرې یې هم د بحثونو اصلي موضوع‌ګانې دي.

د خلیل‌زاد او طالبانو وروستی دور خبرې د مې په نهمه پای ته ورسېدې.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي خلیل‌زاد دا خبرې ښې، خو ورو یادې کړي.

طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه‌کوي او دوی ته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله مهمه ده.