د افغانستان د تکواندو فدراسیون وایي، د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه به افغان تکواندو ملي لوبډله د هند په سیالیو کې ګډون وکړي.
د دغه فدراسیون مشر بشر ترهکې نن ازادي راډيو ته وویل چې پهدغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د ګڼ شمېر نورو هېوادونو لوبډلې هم ګډون ولري.
«د انډین اوپېن» "لوبو کې به د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله په بېلابېلو کټګوریو کې ګډون وکړي او زیات هېواودنه هڅه کوي چې د دغو لوبو غړیتوب ولري."
د ښاغلي ترهکي په خبره، دا سیالۍ د ۲۰۲۰د توکیو د المپیک سیالیو لپاره ترسره کېږي چې هر لوبغاړي چې پهکې د طلا مډال خپل کړ، دغو سیالیو ته به لار مومي.