نړیوال بانک او د مالي تأمین نړیواله اداره په افغانستان کې نوي دفترونه جوړوي.
ارګ ماڼۍ نن په یوه بیان کې ویلي چې نن له غرمې مخکې د نړیوال بانک مرستیال هارتوګ شفر او د مالي تأمین نړیوالې ادارې مرستیالې نینا سټویلجویک له افغان ولسمشر اشرف غني سره کتلي او په دې اړهیې بحث ورسره کړی.
د بیان له مخې دغو چارواکو همداراز له افغانستان سره د مؤثر ملاتړ لپاره په خپلو پروګرامونو هم خبرې کړي.
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني له یادو چارواکو سره په لیدنه کې ویلي چې د نړیوال بانک او د مالي تأمین د نړیوالې ادارې د نویو دفترونو جوړېدل له افغانستان سره ژور او اوږدمهال تعهد ښيي.