جرمني نن ۲۶ افغان پناه غوښتونکي کابل ته راواستول.
د جرمني ډي پي اې خبري اژانس وايي چې په جرمني کې د دغو افغانانو د پناه اخیستلو غوښتنه رد شوې وه.
د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر دا ۱۶م وار دی چې افغان پناه غوښتونکي په ډلهییزه توګه بېرته افغانستان ته رالېږل کېږي.
تر اوسه پورې ۵۶۵ نارینه افغان پناه غوښتونکي له جرمني را ایستل شوي دي.
منتقدین وايي چې پناه غوښتونکي باید ونهایستل شي، ځکه د هغوی له نظره افغانستان خوندي نهدی.
د ملګرو ملتونو د تازه راپور په اساس د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ ۵۸۱ افغان ملکیان وژل شوي دي.