د قرغزستان پخوانی مرستیال صدراعظم شامل اتاخانوف نیول شوی

د قرغزستان بیرغ

د قرغزستان پخوانی مرستیال صدراعظم شامل اتاخانوف پرون ناوخته نیول شوی دی.

د قرغزستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي اتاخانوف په دې شک نیول شوی چې ښايي په ۲۰۱۳ کال کې د دغه هېواد د یوه خطرناک مجرم په خوشې کولو کې لاس ولري.

د اتاخانوف د مرستیال صدراعظمۍ په دوران کې عزیز باتوکیف له بنده خوشې شوی و.

باتوکیف چې په خټه چچن دی، په ۲۰۰۶ کال کې د یوه قرغزي وکیل او د کورنیو چارو د وزارت د یوه مقام د وژلو په شمول په څو نورو جرمونو کې د لاس لرلو په تور په نږدې ۱۷ کاله بند محکوم شوی و.

عزیز باتوکیف د وینې په سرطان د اخته کېدو په نوم خوشې شوی و چې سمدستي چچن ته تللی.

په لوکیمیا یا د وینې په سرطان د عزیز باتوکیف تشخیص وروسته جعلي راختلی و.