د ننګرهار ولایت د کرنې ریاست وایي، له دغه ولایته سږ کال شااوخوا ۷۰۰۰ مټریک ټنه شفتالو راټول شوي دي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست سرپرست ذبیحالله حسنزي نن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه اندازه شفتالو د ننګرهار له بهسودو، بټيکوټ، خېوه، کامې، ګوشتې، درهنور، او خوګیاڼو ولسوالیو له ۲۰۰۰ جریبه ځمکو راټول شوي دي.
دی وايي:
"سږ کال په ننګرهار کې شااوخوا ۷ زره مټریک ټنه د شفتالو حاصلات راټول شوي چې په یو کال کې یې ملي عاید تر ۵۰۰ میلیونه افغانیو رسېږي."
ښاغلی حسنزی وایي، له ننګرهاره کابل او ګڼو نورو ولایتونو ترڅنګ له هېواد بهر هم د شفتالو صادرات کېږي او ګڼ شمېر خلک پهدې برخه کې په کاروبار بوخت دي.